جاپان کښې د لیکوالانو لپاره عجیبه ځای جوړ شوی
زمونږ خبریال وايي په جاپان کښې د زیاتو مصروفو لیکوالانو لپاره یوه(۱) عجیبه کیفې ټیریا (Cafeteria) جوړه کړې شوي ده .
د جاپان په پلازمینې ټوکیو کښې په یوې سیمې «کوئنجي» کښې یوه داسې کیفې ټیریا جوړه کړې شوي ده چې نوم یې د لیکوالانو کیفې ټیریا کیښودل شوی دی .
په دغه کیفې ټیریا کښې یوازې هغه خلک پریښودل کیږي چې په لیکنې بوخت وي او هغه په کم وخت کښې بشپړول غواړي .
د جاپان دغه کیفې ټيریا د مصروفو لیکوالانو د هڅولو لپاره په ټاکلي وخت کښې د هغوې د کار په ختمولو کښې د مرستې لپاره جوړه شوي ده او د لیکوالانو د ارام پوره پوره خیال ساتي .
د جاپان د دغه کیفې ټیریا مالک« ټاکویا کوايي » وايي دغه کیفې ټیریا ته یوازې هغه لیکوالان وربلل کیږي چې په کم وخت کښې زیات لیکل کوي او د دغه کیفې ټيریا چاپیریال ډیر ارامه او سنجیده دی او هلته لیکوالان په پوره توجه سره خپل کار په ټاکلي وخت کښې د ختمولو لپاره ورځي .
دغه کیفي ټیریا څو ورځې کیږي چې خلاصه شوي ده او هلته د نیم ساعت کرایه یو ډالر او دوه دیرش سینټه ده .
په دغه کیفې ټیریا کښې د کامپیوټر میزونه ، مفت وايي فايي ، چای ، کافي او اوبه ملاویږي .
په دې سربیره که چیرې کوم لیکوال وغواړي نو له ځان سره ډوډۍ هم راوړلی شي .