امریکا کښې ودګنی د واده په ورځ وتښتید
زمونږ خبریال وايي مونږ کله نه کله داسې خبرونه واورو چې د واده په ورځ کومه ناوي تښتیدلي ده خو تاسو به اوس د دغه خبرې په اوریدو سره حیرانه شئ چې څو ورځې مخکې په امریکا کښې یو(۱) ودګنی د خپل واده په ورځ وتښتید او ناوي بیچاره په یوې کلیسا کښې ناسته وه او د ودګني انتظار یې کاوه .
ویل کیږي چې د امریکا ښاریز بین او دغه راز میرمن ایبي له تیرو لسو کلونو راهسې له یوبل سره اړیکې لرلې او د دوې د کویژدن اته کالونه تیر شوي وو خو ودګنی بین د رواني ناروغۍ له کبله له میرمن ایبي سره د اوږدې مودې اړیکې له ساتلو ډډه کوله .
د ودګني بین خور وايي زمونږ پلار مونږ په وړکوالي کښې پریښودلي وو او هغه تللی دی او مونږ له کړاو او درد څخه ډک وړکوالی تیر کړی دی او د پلار پریښودلو په مونږ باندې منفي اغیزونه کړي دي .
هغه وايي د پلار د تلو له کبله په ښاغلي بین باندې زیات اغیز شوی او هغه په نفسیاتي او رواني ناروغۍ اخته دی .
ویل کیږي چې لومړی خلکو ناوي ته ډاډګیرنه ورکوله چې ودګنی به په کوم بیروبار او ټرافیک کښې ښخ شوی وي یا به یې د شپې په مهال زیات شراب څښلي وي او هغه به سهار ویښ نه وي شوی خو کله چې خلکو په کلیسا کښې پینځه ساعته د ودګني انتظار وکړ نو د ودګني خور ټوله کیسه بیان کړه او ناوي ته یې د حقیقت ویلو فیصله وکړه .
د ودګني خور خپل ورور ته ټیلي فون وکړ او په سپیکر(Speaker) یې ناوي او د واده په مراسمو کښې خلکو ته د هغه پیغام واوروه .
په دغه ټيلي فوني خبرو کښې ودګنی خپلې خور ته وايي چې زه له خپلې ناوي سره واده کول نه غواړم .
د ودګني د دغو خبرو په اوریدو سره ناوي او په واده کښې ګډون کونکي میلمانه له هغه ځاې خپلو کورونو ته لاړل .