د غاښونو ډرل بټ د مریض سږو ته ننوت
زمونږ خبریال وايي ویل کیږي کله چې مونږ د غاښونو ډاکټر ته ورځو نو ځینې اندیښنې لرو ځکه چې د غاښونو له ډاکټر سره تیره(sharp) الات وي چې هغه په غاښونو کښې د ننوتلو پرځاې د انسان د مرې په وسیله جسم ته هم ننوتلی شي .
تاسو اوس داسې فکر وکړئ چې د غاښونو د ډکولو یا صفاۍ لپاره د غاښونو ډاکټر ته ورځئ او هلته د غاښونو د ډریل بټ د تاسو بدن ته ننوځي .
همدغسې یوه پیښه د امریکا په ایلیونو ایالت کښې له شپیته(۶۰) کلن ټام جوزي سره هغه وخت وشوه کله چې هغه د غاښ د ډکولو لپاره د غاښونو ډاکټر ته ورغی .
کله چې د دغه مریض د غاښونو د ډکولو کار پیل شو نو ورته ډاکټر وویل چې تا په غلطۍ سره د غاښونو ډرل بټ تیر کړی دی .
دغه ډیر خطرناک وخت وو ځکه چې ډریل بټ چې له تیرې وسپنې جوړ وي د انسان په بدن کښې د کولمو په سوری کولو سره په هغه کسې سوری کولی شي .
خو کله چې سي ټي اسکین ترسره شو نو پته ولګیدله چې ټام جوزي دغه ډرل بټ تیر کړی نه و بلکې په سا اخیستلو سره یې بدن ته ننباسلی و او هغه بیا سږو ته په تلو سره ښخ شوی و .
وروسته یوشمیر ماهرو ډاکټرانو په روبوټیک برونکو اسکوپي رودې سره له اپریشن او جراحۍ پرته دغه ډرل بټ د سړي له سږو راوویست او دغه سړی یې له سخت کړاو څخه بچ کړ .