اوکراین د ناټو په استازي توب جنګ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115322-اوکراین_د_ناټو_په_استازي_توب_جنګ_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د نړیوال جنګ په هکله خبرداري سره وویل ناټو ، اوکراین هیواد له روسیې سره د جنګیدا لپاره د نورو په استازي توب د یوه پوځ په توګه په وسلو سمبالوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 28, 2022 05:25 Asia/Kabul
  • اوکراین د ناټو په استازي توب جنګ کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د نړیوال جنګ په هکله خبرداري سره وویل ناټو ، اوکراین هیواد له روسیې سره د جنګیدا لپاره د نورو په استازي توب د یوه پوځ په توګه په وسلو سمبالوي .

لاوروف وویل له اوکراین سره د لویدیځو هیوادونو د پوځي مرستو له زیاتیدا سره په یووخت له روسیې سره د لویدیځو هیوادونو د نورو په استازي توب جنګ ممکن دی په اټومي وسلو سره د دریم(۳) نړیوال جنګ سبب شي .

د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل دا یو جدي خطر دی او هغه باید بې اهمیته ونه بولو او په هیڅ شرایطو کښې باید اجازه ورنکړو چې دریم(۳) نړیوال جنګ رامینځته شي ځکه چې اټومي جنګ ګټونکی نلري .

هغه وویل لویدیځ هیوادونه اوکراین ته د وسلو په ورسپارلو سره د پراخ جنګ د رامینځته کیدا خطر نور پسې زیاتوي .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف په دې خبرې سره چې د ناټو د سرحدونو پراخیدل د دغه پوځي تړون له قانوني هدفونو سره هیڅ ارتباط نلري  د ناټو اصلي لرلید د یوې(۱) قطبي دنیا د پیاوړي کولو په هدف سره د امریکا تر حکم لاندې د سیمو زیاتول دي .

هغه یادونه وکړه روسیې د جنګ له پیلیدا مخکې په ناټو کښې د اوکراین د غړیتوب په هکله خبرداری ورکړی و خو د امنیتي تضمینونو په هکله خبرو اترو په ښه ډول ثابته کړه چې ناټو او امریکا د روسیې جایزو  ګټو ته د پام کولو لپاره هیڅ ګروهنه نلري .

په عین حال کښې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل لویدیځ هیوادونه اوکراین ته دوسلو د استولو لپاره له یوبل سره د سیالۍ کولو په حال کښې دي .