روسیې په اوکراین کښې د امریکا او اروپا وسلې تباه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115710-روسیې_په_اوکراین_کښې_د_امریکا_او_اروپا_وسلې_تباه_کړې
ایرنا خبري اژانس وايي روسیې وویل د اوکراین په خارکف سیمه کښې یې د امریکا او د اروپا ګڼ شمیر پوځي تجهیزات تباه کړي دي ،
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2022 11:48 Asia/Kabul
  • روسیې په اوکراین کښې د امریکا او اروپا وسلې تباه کړې

ایرنا خبري اژانس وايي روسیې وویل د اوکراین په خارکف سیمه کښې یې د امریکا او د اروپا ګڼ شمیر پوځي تجهیزات تباه کړي دي ،

روسیې ویلي دي چې اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو استول یوازې د جنګ د زیاتیدا سبب کیږي .

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کناشنکوف وویل د اوکراین په خارکف سیمه کښې د بوګودوخوف د اورګاډو د تم ځاې په خوا کښې ګڼ شمیر پوځي تجهیزات چې امریکا او اروپايي هیوادونو استولي وو د روسیې په یوې هوايي حملې کښې تباه شول .