امریکا لګیا ده اروپا قرباني کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115724-امریکا_لګیا_ده_اروپا_قرباني_کوي
د چین د خارجه وزیر مرستیال پرون په یوه وینا کښې وویل: امریکا په داسې حال کښې چې د یوکراین له جګړې ډیره ګټه ترلاسه کوي، د اروپا په قرباني کولو لګیا ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2022 02:53 Asia/Kabul
  • امریکا لګیا ده اروپا قرباني کوي

د چین د خارجه وزیر مرستیال پرون په یوه وینا کښې وویل: امریکا په داسې حال کښې چې د یوکراین له جګړې ډیره ګټه ترلاسه کوي، د اروپا په قرباني کولو لګیا ده

د چین د خارجه وزیر مرستیال پرون په یوه وینا کښې وویل: امریکا په داسې حال کښې چې د یوکراین له جګړې ډیره ګټه ترلاسه کوي، د اروپا په قرباني کولو لګیا ده

لي یوچنګ د خپلې وینا په دوام کښې د ناټو پراختیا په اروپا کښې د روان کړکیچ او له یوکراین سره د روسیې د جنګ جرړه وبلله او د روسیې او یوکراین په کړکیچ کښې په چین باندې پورې شوي تورونه یې بې بنیاده وبلل.

د چین دغه سفارتکار د تایوان موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د چین او تایوان دوباره یوځاې کیدل یوه صحي فیصله ده او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره د بهرني ملاتړ د ترالسه کولو په لړ کښې د تایوان اقدام هیڅ ګټه نه ورکوي.