زمری له یوه سړي څخه سخت ویریدلی
May 09, 2022 07:19 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په اینټرنیټ پاڼو باندې یو(۱) ډیر عجیبه انځور او ویډیو خپره شوي ده چې پکښې یو زمری له یوه(۱) سړي څخه ویریدلی ښکاري کوم چې ځنګل ته په یوه(۱) کوتک او سوټې سره ورغلی و .
په اینټرنیټ پاڼو باندې دغه عکس او ویډیو لیدل کیږي چې په ځنګل کښې یو(۱) زمری شته او د هغه مخ ته یو(۱) سړی ولاړ دی چې اصلا له شیر څخه نه ویریږي .
په دغه عکس او ویډیو کښې لیدل کیږي چي دغه سړی په یوه کوتک او سوټې سره زمری ویروي او شیر له نوموړي سړي څخه ډریږي او ځنګل ته ورګرځي .
دغه عکس او ویډیو په اصل کښې په ایسنټاګرام پاڼې باندې خپره شوي ده چې پکښې لیکل شوي وو له انسان څخه زمری ویریږي .
د اینټرنیټ کتونکو د دغه عکس او ویډیو په هکله حیرانتیا ښودلي ده او دغه عکس او ویډیو تراوسه په زرګونو کسانو لیدلي ده .
ټیګونه