روسیې د اټومي جنګ د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال وايي د روسیې لوړرتبه سناتور د څو قطبي نړۍ له منلو سره د لویدیځ د مخالفت په وجه د اټومي غمیزې د رامینځته کیدا په اړه خبرداری ورکړ .
د روسیې لوړرتبه سناتور السکي پوشکوف وویل د اټومي غمیزې د رامینځته کیدا مخنیوی امکان لري .
هغه ټینګار وکړ بشریت به په راتلونکو لسیزو کښې هیڅ ډول متمدنانه سیالۍ او کوټلتیا ونلري .
د روسیې دغه چارواکي وویل دې ته په پام سره چې د لویدیځ شخصیتونه نشي کولای حقیقي څو قطبي دنیا او د ټولنیز نظام نورې بیلګې چې په لیبرال ډیموکراسۍ مشهورې دي ومني د دغو واقعیتونو له منلو څخه د لویدیځو هیوادونو ډډه کول به له ځان سره سخت جنګونه ولري چې پکښې به اقتصاد ځلونه ځلونه د سیاسي فیصلو قرباني شي .
د روسیې لوړرتبه سناتور الکسي پوشکوف ډاګینه کړه په دغو نښتو کښې یوازنی مثبت اقدام د یوې(۱) اټومي غمیزې د رامینځته کیدا مخه نیول دي .
له دې مخکې د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي وو روسیه یوازې په هغه بڼه کښې اټومي وسلې استعمالوي چې موجودیت ته یې ګواښ وشي .