امریکا اروپا ته نور لس زره پوځیان استوي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان ویاند جان کربي د اوکراین له جنګ څخه وروسته د لمسونکو اقداماتو له لارې په روسیې باندې د لویدیځو هیوادونو د دباو د راوستلو په بهیر کښې تائید کړه واشنګټن اراده لري اروپا ته نور لس زره پینځه سوه (۱۰۵۰۰) پوځیان واستوي .
اروپا ته د امریکا د څه د پاسه لسوزرو (۱۰۰۰۰) پوځیانو په استول کیدا سره د واشنګټن د هغو پوځیانو شمیر چې په اروپا کښې دیره دي کابو یولک (۱۰۰۰۰۰) عسکرو ته رسیږي .
هغه اروپا کښې د لس زره (۱۰۰۰۰)نورو عسکرو د دیره کولو لپاره د واشنګټن د ارادې په تائیدولو سره وویل د اوکراین د جنګ په وجه په اروپا کښې همدا اوس امنیتي فضا بدله شوي ده .
مخکې له دې چې روسیه په فرورۍ میاشت کښې اوکراین ته خپل پوځیان واستوي په اروپا کښې د امریکا د عسکرو شیمر کابو اتیازره (۸۰۰۰۰) و چې ځینې یې په ثابت او دائمي ډول په اډو کښې دیره وو او پاتې نورو یې د ناټو له شرکاو سره یوځاې د روزنې په عملیاتو کښې ګډون درلود .
د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي تیره میاشت د کانګرس استازیو ته ویلي وو زما سپارښتنه د دایمي اډو جوړول دي ، خو د امریکا عسکر په دائمي ډول دیره نکړئ چې دغه اقدام عملا د اوږدې مودې لپاره د پوځيانو دیره کول دي ، ځکه چې څرخشي ځواکونه کولای شي د دائمي اډو له لارې څرخش وکړي .