امریکا اروپا ته نور لس زره پوځیان استوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115988-امریکا_اروپا_ته_نور_لس_زره_پوځیان_استوي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان ویاند جان کربي د اوکراین له جنګ څخه وروسته د لمسونکو اقداماتو له لارې په روسیې باندې د لویدیځو هیوادونو د دباو د راوستلو په بهیر کښې تائید کړه واشنګټن اراده لري اروپا ته نور لس زره پینځه سوه (۱۰۵۰۰) پوځیان واستوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2022 09:43 Asia/Kabul
  • امریکا اروپا ته نور لس زره پوځیان استوي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان ویاند جان کربي د اوکراین له جنګ څخه وروسته د لمسونکو اقداماتو له لارې په روسیې باندې د لویدیځو هیوادونو د دباو د راوستلو په بهیر کښې تائید کړه واشنګټن اراده لري اروپا ته نور لس زره پینځه سوه (۱۰۵۰۰) پوځیان واستوي .

اروپا ته د امریکا د څه د پاسه لسوزرو (۱۰۰۰۰) پوځیانو په استول کیدا سره د واشنګټن د  هغو پوځیانو شمیر چې په اروپا کښې دیره دي کابو یولک (۱۰۰۰۰۰) عسکرو ته رسیږي .

هغه اروپا کښې د لس زره (۱۰۰۰۰)نورو عسکرو د دیره کولو لپاره د واشنګټن د ارادې په تائیدولو سره وویل د اوکراین د جنګ په وجه په اروپا کښې همدا اوس امنیتي فضا بدله شوي ده .

مخکې له دې چې روسیه په فرورۍ میاشت کښې اوکراین ته خپل پوځیان واستوي په  اروپا کښې د امریکا د عسکرو شیمر کابو اتیازره (۸۰۰۰۰) و چې ځینې یې په ثابت او دائمي ډول په اډو کښې دیره وو او پاتې نورو یې د ناټو له شرکاو سره یوځاې د روزنې په عملیاتو کښې ګډون درلود .

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي تیره میاشت د کانګرس استازیو ته ویلي وو زما سپارښتنه د دایمي اډو جوړول دي ، خو د امریکا عسکر په دائمي ډول دیره نکړئ چې دغه اقدام عملا د اوږدې مودې لپاره د پوځيانو دیره کول دي ، ځکه چې څرخشي ځواکونه کولای شي د دائمي اډو له لارې څرخش وکړي .