اوکراین له جدي او رغنده خبرو سره دلچسپي نلري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116014-اوکراین_له_جدي_او_رغنده_خبرو_سره_دلچسپي_نلري
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فینلینډ له ولسمشر سولی نینستو سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل اوکراین له ماسکو سره جدي او رغنده خبرو ته هیڅ دلچسپي نلري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2022 01:16 Asia/Kabul
  • اوکراین له جدي او رغنده خبرو سره دلچسپي نلري

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فینلینډ له ولسمشر سولی نینستو سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل اوکراین له ماسکو سره جدي او رغنده خبرو ته هیڅ دلچسپي نلري .

د روسیې ولسمشر پوتین پرون د فینلینډ له ولسمشر سولی نینستو سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل د اوکراین او د روسیې خبرې اترې حساس پړاو ته ننوتلي دي .

د روسیې او د فینلینډ ولسمشرانو دغه راز د اوکراین په حالاتو غور وکړ او پوتین په مشخص ډول د اوکراین او د روسیې ترمینځ د خبرو اترو د بهیر په هکله خپل نظرونه مطرح کړل کومې چې د کي یف لخوا په کلي ډول ځنډول شوي دي .

دغه ټیلي فوني خبرې پرون په داسې شرایطو کښې شوي دي چې روسیې د فینلینډ لخوا د بریښنا د پیسو د نه ورکولو په دلیل دغه هیواد ته د بریښنا صادرات غوڅ کړي دي .

دغه راز له ناټو سره د فینلینډ د یوځاې کیدا په ګروهنې باندې د روسیې غصې کیدل هغه موضوع ده چې د دغو ټیلي فوني خبرو اهمیت دوه چند کوي .

د فینلینډ ولسمشر هم په دغو ټيلي فوني خبرو کښې له ناټو سره د یوځاې کیدا لپاره د خپل هیواد د پروګرام خبر ورکړ .

روسیې مخکې ویلي وو په ناټو کښې د فینلینډ غړیتوب داسې ګواښ دی چې ځواب به ورکړو خو د  دغه ځواب څرنګوالی یي په ګوته نه دی کړی .