د ناټو پراخول د سولې په ګټه نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116174-د_ناټو_پراخول_د_سولې_په_ګټه_نه_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پخوانې کاندیدې مارین لوپن وویل له ناټو سره د فینلینډ او سویډن یوځاې کیدل د سولې په ګټه نه دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 18, 2022 14:45 Asia/Kabul
  • د ناټو پراخول د سولې په ګټه نه دي

ایرنا خبري اژانس وايي د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پخوانې کاندیدې مارین لوپن وویل له ناټو سره د فینلینډ او سویډن یوځاې کیدل د سولې په ګټه نه دي .

مارین لوپن له فرانس انټر راډیو سره په مرکه کښې وویل زما په نظر د ناټو  او د اروپايي اتحادیې د پراخولو په هکله خبرونه کومه نوي خبره نه ده چې د سولې لپاره د حل لارې امکان برابر کړي .

لوپن چې مخکې یې د ناټو له قومندنۍ څخه د فرانسې د ایستلو غوښتنه کړي وه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د تبلیغاتو په وخت کښې د اوکراین له جنګ څخه وروسته یوبل ته د روسیې او د ناټو د سټراټيژیکې نږدې کیدا دفاع کړي وه .

فینلینډ او سویډن نن په رسمي ډول له ناټو سره د یوځاې کیدا لپاره خپلې غوښتنې وړاندې کړې .

په عین حال کښې له دغو غوښتنو سره د ترکیې د مخالفت د ختمولو لپاره د متحده هیوادونو ترمینځ سلامشورې روانې دي .

هغه اوکراین ته د درنو وسلو له استولو سره مخالفه ده وویل اوکراین ته د درنو وسلو د استولو په بڼه کښې مو په جنګ کښې ګډون کړی دی او دا له روسیې سره جنګ ته د ورګډیدا په معنا ده .