دغه سړی د نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکی کس دی
زمونږ خبریال وايي د وینزویلا ښاریز «جو ان وینسنټ» یوسل دولس کاله او یولس میاشتې او یویشت ورځې عمر لري او زر به د هغه یوسل دیارلسمه کلیزه ولمانځل شي .
جو ان ویسنټ د ۱۹۰۹ میلادي کال د مي د میاشتې په ۲۷ نیټه د وینزویلا په ایل کوبري تاچیرا سیمه کښې وزیږیده او د خپل مور او پلار نهم اولاد دی .
د وینزویلا دغه ښاریز تر شپیتو کلونو پورې له میرمن ایډیو فیناډیل روزاریو سره واده شوی و .
په ۱۹۹۷میلادي کال کښې چې د هغه میرمن مړه شوه نو دې یوازې پاتی شو او دې ډیر غمجن شو .
د وینزویلا دغه سړی ډیر ښه صحت او ښه حافظه لري .
هغه ته د خپل وړکتون او له واده څخه رانیولي تر خپلو کړوسیو پورې لمسیو نومونه هم یاد دي .
د وینزویلا دغه ښار وايي چې سخت محنت کول ، په چټیانو کښې ارام کول ، د شپې زر ویده کیدل ، له خدای سره مینه کول او تل په زړه کښې د خدای ساتل زما د اوږد ژوند راز دی .
په دې هکله د وینزویلا د دغه ښاریز لور نیلیډا وايي زما د پلار صحت ډیر ښه دی او هیڅ ډول ناروغۍ نلري چې د درملنې ضرورت ورته وي .