د امریکې په تګزاس ایالت کې ډزې
په تګزاس ایالت کې یو وسله د اتلو زده کوونکو په شمول ۲۱ کسان یې وژلي دي.
امریکا په دې وروستیو کې د ډله وژنې، تاوتریخوالو او وسله ایزو بریدونو له یوې څپې سره مخ شوې چي د ماشومانو او زده کوونکو په شمول د کاله زرګونو کسانو ته مرګژوبله اړوي.
د ایرنا له راپور سره سم، د تګزاس یو امنیتی چارواکی اریک استردا رسنیو ته ویلي :"بریدګر په ویرونکي او نه درک وړ شکل ۱۸ زده کوونکي او درې لویان ویشتلي او وژلي دي."
د تکساس والي زیاته کړه، بریدګر له خپل موټر څخه په ښکته کیدو له وسلې سره د یوالدي ښارګوټي د روب ابتدایي ښوونځي ته ننوتلی او پر زده کوونکو یې ډزي کړي دي.
د تګزاس والي ګرګ ابوټ زیاته کړه: بریدګر چې یو سیمه ایز تنکی ځوان وو "ګمان کیږي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی."
نوموړي دا خونړی برید د کلونو راهیسې په امریکا کې تر ټولو ناوړه برید وباله.
د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ددې پيښې په وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل پکار ده چې هیواد د وسلو د لابي په وړاندې ودریږي.
دا پيښه د ټکساس ایالت د یووالدي په ښارګوټي کې چیرې چې د مکسیکو له سرحد څخه کابو یو ساعت لیرې پروت دی ترسره شوې ده.
د تکساس پيښه په امریکا کې د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې د یو لړ ډله ایزو بریدونو په دوام ترسره کیږي.
د مې په ۱۴ نیټه یو اتلس کلن سپین پوستي ځوان د نیویارک د بوفلو ښار په یوې مغازه کې ۱۰ کسان په ډزو ووژل.
د ډله ایزو وژنو له څو پيښو سره سره د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د وسلو قانون د اصلاح لپاره ګڼ شمیرې هڅې ناکامه شوې او صلاحیت ایالتونو او سیمه ایزو شوراګانو ته پریښودل شوی چې خپله شرایط وضع کړي.
د امریکا د ناورغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د وروستیو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په دغه هیواد کې ۱۹۳۵۰ کسان په ډزو وژل شوي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.