د انګلستان لومړی وزیر استعفا نه ورکوي
(last modified Thu, 26 May 2022 01:23:02 GMT )
May 26, 2022 05:53 Asia/Kabul
  • د انګلستان لومړی وزیر استعفا نه ورکوي

فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د «پارټي ګیټ» په رسوایۍ کښې د قانون د خلاف ورزۍ په منلو سره سره وویل زه استعفا نه ورکوم.

هغه پرون د انګلستان پارلمان ته وویل د هغه څه چې رامینځته شوي و بشپړه مسئولیت منم خو له خپلې څوکۍ څخه استعفا نه ورکوم.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن چې په دوه زره شلم میلادي کال کښې د کورونا د محدودیتونو د قوانینو د خلاف ورزۍ کولو په هکله یې د ځان او د حکومت د  غړیو د خلاف ورزۍ کولو د راپور یوه نسخه ترلاسه کړي ده وویل زه خواشیني یم خو نه پوهیدم چې قانون مې مات کړی دی.

هغه وویل ما له دغه رسوایۍ درس اخستی دی خو اوس وخت دی چې له دغه مسلې تیر شو او د حکومت په لومړیتونو باندې تمرکز وکړو.

د بریتانیا د لیبر ګوند مشر «کر اسټارمر» د پارلمان په پرونۍ غونډې کښې د لومړي وزیر جانسن ادعا ته غبرګون وښود او ویې ویل د جانسون د حکومت د قانون د خلاف ورزیو او  قانون د ماتولو په هکله برابر شوی راپور د مجرمانه کارونو کاټالوګ دی .

هغه وویل د بریتانیا حکومت د بیلابیلو میلمستیا مراسمو د ترسره کولو لپاره د کورونا د محدودیتونو تر پښو لاندې کولو سره د کورونا ویروس د خپریدا په وخت کښې د انګلستان د خلکو سرشیندنو ته په سپکاوي سره ځواب ورکړی دی.

 

ټیګونه