د جاپان ښاریز د سپي په شان ژوند پیل کړ
May 28, 2022 10:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د جاپان یوه ښاریز تل دغه ارزو او خواهش درلود چې هغه د یوه ځناور په شان ولیدل شي .
د جاپان د دغه ښاریز دغه ارزو هغه وخت پوره شوه کله چې یوه شرکت یعني کمپنۍ د هغه د دغه خواهش د پوره کولو لپاره یو کاسټیوم جوړ کړ .
د جاپان دغه شرکت د اسپیشل ماډلنګ لپاره د سپیو د حرفه ايي کاسټیوم په جوړولو کښې مهارت لري .
د جاپان دغه ښاریز د خپل خواهش د پوره کولو لپاره د سپیشل ایفکیټ ورکشاپ زیپټ سره تماس ټینګ کړ او له هغه څخه یې ډاګ کاسټیوم جوړ کړ .
د جاپان د لباسونو د جوړولو دغه شرکت له دغه ښاریز څخه دوه میلیونه ینه یعني پینځلس زره ډالره معاوضه واخیستله .
ټیګونه