امریکا د ایران ضد پریکړه لیک وړاندې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116774-امریکا_د_ایران_ضد_پریکړه_لیک_وړاندې_کوي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس تائید کړه چې واشنګټن به راتلونکي اونۍ له فرانسې ، جرمني او بریتانیا سره یوځاې د ایران ضد پریکړه لیک وړاندې کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 03, 2022 05:24 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران ضد پریکړه لیک وړاندې کوي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس تائید کړه چې واشنګټن به راتلونکي اونۍ له فرانسې ، جرمني او بریتانیا سره یوځاې د ایران ضد پریکړه لیک وړاندې کړي.

هغه وویل امریکا نیت لري چې له بریتانیا ، فرانسې او جرمني سره یوځاې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنۍ شورا کښې د پریکړه لیک په صادرولو کښې چې چورلیز یې له اټومي اژانس سره د ایران د کاملې ملګرتیا کولو ضرورت دی ملګرتیا کوي.

ټاکل شوي ده چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنۍ شورا غونډه په راتلونکي دوشنبې ورځ ترسره شي.

امریکا او د اټومي تړون درې غړي هیوادونه جرمني ، فرانسه او بریتانیا اراده لري په دغه غونډې کښې د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره په ایران باندې د هغه څه په علت چې دوې یې له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره نه ملګرتیا بولي نیوکه وکړي.