د امریکا ولسمشر باید عربستان ته سفر ونکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د ډیموکراټ ګوند نامتو غړي ایډم شیف سعودي عربستان ته د ولسمشر جوبایډن د سفر د لغو کولو غوښتنه وکړه.
هغه له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د ترکیې په استنبول کښې د سعودي عربستان په کسنولګرۍ کښې په ۲۰۱۸ میلادي کال کښې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقچي څاروي ډوله وژلې ته په اشارې سره د سعودي عربستان په ولیعهد تور ولګاوه چې په وحشیانه ډول یې د امریکا د یوه ښاریز بدن ټوټی ټوټی کړی دی.
ایډم شیف وویل که چېرې زه ولسمشر وائ نو د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره مو لاس نه ملاواوه.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په تیرې جمعې ورځ په نږدې راتلونکي کښې سعودي عربستان ته د خپل سفر احتمال ورکړ.
د دغه سفر اصلي هدف د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د نوامبر د میاشتې د مینځ پړاو انتخاباتو د ترسره کیدا په درشل کښې د امریکا په داخل کښې د پیټرولو او د ډیزلو د بیو د کمولو لپاره د تیلو د عرضې د زیاتولو غوښتنه ده.
د امریکا د ډیموکراټ ګوند غړي ایډم شیف وویل تر هغه وخته چې سعودي عربستان د بشري حقوقو د رعایتولو په برخه کښې بنیادي بدلون را نه ولي مونږ نه غواړو له ولیعهد محمد بن سلمان سره هیڅ ډول ارتباط ولرو.
له دې مخکې د امریکا د دوه زره لومړي میلادي کال د سپتمبر د میاشتې د یولسمې نیټې د حملو د وژل شویو کسانو خپلوانو په یوه لیک کښې له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي وو د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په خپلو احتمالي خبرو کښې دغه خبرې ته لومړیتوب ورکړي چې د دغو حملو ذمه وار کسان ځواب ورکړي.