اسپانیا کښې لس کلن لیکونه او خطونه کشف شوي
زمونږ خبریال وايي په اسپانیا کښې د یوه پوسټ افیس(Post Office) د کارکوونکي له کور څخه شل زره لیکونه چې لس کاله مخکې لیکل شوي وو کشف شوي دي.
د پوست افیس دغه کارکوونکي دغه لیکونه او خطونه په لیکل شویو ادریسو باندې نه وو استولي.
د اسپانیا پولیسو د دوه شپیته کلن پوسټ افیس کارکوونکي نوم ونه ښود.
د اسپانیا دغه پوسټ افیس کارکوونکي چې« بیار» نومیږي خپل کور خرڅ کړی او کله چې د کور نوي مالک د کور د پاکولو او رنګ کولو لپاره یو سړی راوغوښت نو په کور کښې هر ځاې د ښځلو ډبي وموندل شول.
رسنیو وویل د کور نوي مالک د پوسټ افیس کاروکونکي یعني د کور پخواني مالک ته وویل چې خپلې دغه ښځې یعني سامانونه دې یوسي خو هغه هیڅ ځواب ورنکړ.
کله چې نظافت کوونکي د ښځلو دغه ډبي خلاص کړل نوې پکښې په زرګونو لیکونه چې خلاص نه وو شوي وموندل.
په دغو لیکونو کښې بیلونه هم وو ، دفتري خط وکتابت هم و او دغه لیکونه د یوې خاص سیمې د خلکو وو.
د اسپانیا پولیسو دغه پوسټ افیس کارکوونکی تیره اونۍ په امانت کښې د خیانت په تور نیولی دی.
د تحقیق د ترسره کیدا په وخت به دغه لیکونه له حکومتي چارواکو سره وي او که چیرې قاضي د لیکونو د استولو حکم ورکړ نو دغه لیکونه به لس کاله وروسته خپلو مالکانو ته ورسیږي.