ایا تاسو په ګاډي کښې اوښ لیدلی دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117106-ایا_تاسو_په_ګاډي_کښې_اوښ_لیدلی_دی
زمونږ خبریال وايي په رکشه کښې د اوښ کینول اوس یوازې یو متل نه دی بلکې یو حقیقت جوړ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2022 08:58 Asia/Kabul
  • ایا تاسو په ګاډي کښې اوښ لیدلی دی؟

زمونږ خبریال وايي په رکشه کښې د اوښ کینول اوس یوازې یو متل نه دی بلکې یو حقیقت جوړ شوی دی.

همداسې یوه پیښه په سکاټ لینډ کښې د فورتهه ویلي د پولیسو له یوه افسر سره د ګزمې په وخت وشوه.

د سکاټ لینډ په فورتهه ویلي کښې په کریګفورتهه سیمه کښې د پولیسو یو مامور هغه وخت حیرانه شو کله چې د ګزمې په وخت د یوه ګاډي له کړکي څخه یوه اوښ سر راوویست.

د سکاټ پولیسو د عادي پلټنې په وخت یو ګاډی ودروه او د ګاډي د کړکي او شیشې په خلاصیدا سره معلومه شوه چې له ډرائیور سره په مخکې څوکۍ کښې د جنوبي امریکا نسل یو اوښ ناست دی.