روسیې د امریکا د ولسمشر په څرګندونو نیوکه وکړه
Jun 12, 2022 01:17 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې د دائمي استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي پرون په امریکا کښې د انفلاسیون په زیاتیدا کښې د روسیې د رول په هکله د ولسمشر جوبایډن په څرګندونو نیوکه وکړه.
هغه وویل په امریکا کښې د انفلاسیون د زیاتیدا په هکله د روسیې د ګرم ښودلو لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن هڅه د منلو وړ نه ده.
پولسانسکي وویل داسې ښکاري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په امریکا حکومت کوي ځکه چې کولای شي په خوراکي شیانو او پیټرولو باندې مالیات ولګوي.
هغه وویل د امریکا د ولسمشر دغه د نه منلو او چټي هڅه د نورو کسانو د رټلو او له خپل مسوولیت څخه د ځان د خلاصولو لپاره ده.
بل خبر دا چې د روسیې دفاع وزارت په یوه ورځ کښې د اوکراین د دریو جنګي الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ.
ټیګونه