د روسیې او اوکراین دخبرواترو دبیرته پيلیدا امکان زیات شوی
تر ټولو وروستۍ خبرې اترې په ترکیې کې د روسیې او اوکراین له خارجه وزیرانو سره اړونده دي ، چې څه خاص بریا ئې هم نه د ه درلودلې .
د اوکراین د مرکچي ټیم یوه غړي،په اګست میاشت کې له روسیې سره د اوربند دخبرواترو د بیرته پیلیدا د احتمال خبر ورکړی .
د فرورۍ په څلورویشتمه نیټه د روسیې او اوکراین دجنګ د پیلیدا له وخت راهسې په مختلفو سویو د روسیې او اوکرایني پلاؤ ترمینځ دخبرواترو څو پړاؤنه ترسره شوي،چې د عمومي اوربند سبب شوي نه دي .
تر ټولو وروستۍ خبرې اترې په ترکیې کې د روسیې او اوکراین له خارجه وزیرانو سره اړونده دي ، چې څه خاص بریا ئې هم نه د ه درلودلې .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،له روسیې سره په خبرواترو کې د اوکراین لوړپوړي مرکچي او پارلیماني استازي ډيویډ آراخامیا نن ووئيل ، دامکان په بڼه کې دغه خبرې اترې د اګست په پاي کې او د اوکراین په وسیله له څو حملو وروسته ترسره کیږي .
د اوکراین ددغه چارواکي څرګندونې په داسې حال کې دي،چې کرملین کيّیف ته د اروپائي رهبرانو د دوه ورځې مخکې سفر په غبرګون کې روښانه کړې ده ،له اوکراین سره د روسیې خبرې اترې بندون ته رسیدلي او نوره دوام نشي ورکولی .
خو له بل پلوه په ملګروملتو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي له اوکراین سره دخبرواترو لپاره دخپل هیواد پر چمتووالي ټينګار کړی او له خبرواترو ئې د اوکراین د شاتګ اصلی عامل د امریکا او بریتانیا دخالت او د اوکراینیانو ترمینځ د جدي غږملتیا نه شتون بللی دی .