د افغانستان ښاریزه د اسټرالیا د مشرانو جرګې غړي شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117524-د_افغانستان_ښاریزه_د_اسټرالیا_د_مشرانو_جرګې_غړي_شوه
زمونږ خبریال وايي د لومړي ځل لپاره د افغانستان یوه میرمنه «فاطمه پیمان» د اسټرالیا د مشرانو جرګې غړي شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2022 01:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان  ښاریزه د اسټرالیا د مشرانو جرګې غړي شوه

زمونږ خبریال وايي د لومړي ځل لپاره د افغانستان یوه میرمنه «فاطمه پیمان» د اسټرالیا د مشرانو جرګې غړي شوه.

د اسټرالیا رسنیو وویل اوویشت(۲۷) کلنه میرمن فاطمه پیمان د اسټرالیا په لویدیځ کښې له پرت سیمې څخه لومړۍ سترمنه میرمنه ده چې د مشرانو جرګې غړي شوي ده .

د اسټرالیا نوي لومړي وزیر انتوني البانیزي په ټویټر پیغام کښې مشرانو جرګې ته د لیبر ګوند د غړي فاطمه پیمان د لارې د موندلو په هکله مبارکي ورکړه.

د اسټرالیا د انتخاباتو کمیسیون پرون د پناه غواړو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په وخت مشرانو جرګې ته د میرمن فاطمه پیمان د لارې موندل اعلان کړل.

فاطمه پیمان اته کلنه وه چې له خپلې مور ، خور او کوچنیو وروڼو سره اسټرالیا ته تللي وه.

میرمن فاطمه پیمان د اسټرالیا له ای بي سي راډیو سره په مرکه کښې د اسټرالیا د مشرانو جرګې د غړي په توګه انتخابیدل په دغه هیواد کښې د افغانستان د  کډوالو د ټولنې لپاره ستره بریا وبلله او ویې ویل زه هڅه کوم چې د مهاجرانو د ټولنې ښه استازي ووسم.