بندیزونو له افغانستان سره د انسان دوستۍمرستې اغیزمنې کړي دي
په امنیت شورا کې د ملګروملتو استازي پخپلو څرګندونو کې ووئیل ،د ډير ریسک په دلیل رسمي بانکي سسټم هماغه شان افغانستان ته د مالی نقل او انتقالاتو بندیداته دوام ورکوي او دې چارې پر چینلونو د پیسو ورکولو باندې اغیزې شیندلي او د تامین په کړیو کې ئې خار پار رامینځةکړی دی .
ملګري ملتو هڅه کړې ده ، د انسان دوستۍ دمبادلې د آسانتیاؤ په نامې سره یو سسټم برابر کړي ،څو میلیونونو ډالري مرستې په افغانۍ بدلې کړي او دافغانستان د اقتصادي بحرانونو مخه ونیسي او د طالبانو د رهبرانو بایکاټولو څخه تیر شي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکو ،مارتین ګریفیتس ووئیل ، هغه نیمې مرستندویه ډلې چې په دا وروستیو کې دملګروملتو په وسیله ارزول شوي دي ، افغانستان ته دمالی مرستو په منتقلولو کې له مشکل سره مخ دي .
د ملګروملتو دغه چارواکي روښانه کړې ده،په درو کې دوه برخې مرستندویه ډلو په افغانستان کې د نغدو پیسو کمښت ، د دوي د پروګرامونو په مقابل کې د خنډ په توګه یاد کړی دی .
ګریفیتس ووئيل ، ملګري ملتو په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې د انسان دوستۍ د اړتیاؤ د ختمولو لپاره دخپلې اړتیا وړ له څلور اعشاریه څلور میلیارډ ډ الري بودجې څخه په درو کې یوه برخه پیسې ترلاسه کړي دي .
د ملګروملتو امنیت شورا پرون په داسې حال کې د افغانستان په باب خپله درې میاشتنۍ غونډه ترسره کړي ، چې په دغه هیواد کې له دې یوه ورځ مخکې زوروې زلزلې په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اړولي دي