امریکا کښې ستر مار نیول شوی چې اتلس فټه اوږد دی
زمونږ خبریال وايي د امریکا په فلوریډا ایالت کښې کارپیژاندو یو ستر مار ونیوه چې وزن یې اته نوي کلوګرامه دی او اوږدوالی یې اتلس فټه دی.
دغه ستر مار د امریکا د فلوریډا ایالت چارواکو د هغه کمپاین په ترڅ کښې نیولی دی چې له کبله یې د سترو مارانو او نورو ځناور حکومتي شتمنیو ته انتقالول دي او د دغو ځناورو او د مارانو د تیریدا د لارو حفاظت او ساتنه کول دي.
د امریکا کارپيژاندو د ماده یعني د ښځینه اژدهاو د نیولو لپاره د نرو اژدهاو په جسمونو کښې راډیو ټرانزمیټرونه لګولي وو چې د هغوې د تګ راتګ ، د نسل د زیاتولو طریقه او چاپیریال معلومل کړي.
د امریکا رسنیو وویل چې دا تراوسه تر ټولو ستر نیول شوی مار یعني اژدها ده .
د امریکا کارپیژاندو چې کله د مار ایکسره واخیستله نو د هغه په خیټه کښې ۱۲۲ هګۍ وې او دغه اژدها د سپینې لکۍ هوسۍ په اخري خوراکښې خوړلي وه.