د یمن ساینس پوه الوت کونکی هوټل جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117908-د_یمن_ساینس_پوه_الوت_کونکی_هوټل_جوړوي
زمونږ خبریال وايي د یمن یوه ساینس پوه د یوه بې مثاله او د ګرانبیه هوټل چې په هوا کښې الوت کوي د جوړولو پلان جوړ کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2022 08:10 Asia/Kabul
  • د یمن ساینس پوه الوت کونکی هوټل جوړوي

زمونږ خبریال وايي د یمن یوه ساینس پوه د یوه بې مثاله او د ګرانبیه هوټل چې په هوا کښې الوت کوي د جوړولو پلان جوړ کړی دی.

د یمن هیواد ساینس پوه «هاشم الغیلي» په یوټیوب اینټرنیټ باندې یوه ویډیو خپره کړي ده چې پکښې یوه ستره الوتکه په هوا کښې الوت کوي.

دغه ویډیو د یوې داسې اسکايي هوټل د جوړولو د پروژې په هکله ده کوم به چې په اټومي سونګو سره کار کوي.

په دغه عکس کښې چې کومه الوتکه تاسو وینئ هغه شل الیکټرونیک انجونه لري او دغه الوتکه به د پینځه زره میلمنو د ځایولو ظرفیت ولري.

په اټومي سونګو سره دغه په هوا کښې چلیدونکی او الوت کونکی هوټل به یو ستر پلورنځي یعني شاپینګ مال ، د ماشومانو د لوبو لپاره یو میدان ، د لمبو ډنډ ، رستوران ، تئاتیر یعني سینما او د کانفرنس کولو یو مرکز ولري.

تر ټولو مهمه خبره دا چې خلک به په دغه الوت کونکي هوټل کښې د واده مراسم هم ترسره کړي.