سور بند ګوپې د وزن کمولو لپاره ډيره ګټه لري
زمونږ خبریال وايي بانجانی بند ګوپې چې سور ګوپې هم ورته ویل کیږي یوه غذائیت څخه ډکه سبزي ده چې د ټولې نړۍ خلک یې خوري.
په بانجاني ګوپي کښې غذايي اجزا زیات او کیلوریز کم وي کوم چې د وزن د کمونکو کسانو لپاره یوه بي ساري سبزي ګڼل کیږي.
دغه سور ګوپی د ښه معیار کاربو هایډریټس ، پوټاشیم ، په ګڼ مقدار کښې ویټامینونه او نور ضروري معدنیات لري.
د سور ګوپي تور شانې غوړ د اینټي اکسیډانټونو د لوړې سویې ښودنه کوي کوم چې د اکسیډیټیو ټینشن د کمولو لپاره کارول کیږي.
په سور ګوپي کښې موجود اینتهو سیانن اینټي اکسیډانټ د کینسر او د زړه د ناروغیو خطرونه کموي او په دې سربیره د دغه سور ګوپي خوړل ډیرې ګټې دي چې ځینو ته یې اوس اشاره کوو.
()
سور ګوپی د انسان د هاضمې لپاره ګټه لري:-
په بانجاني یعني سور ګوپي کښې کلوریز کم او غدائیت زیات دی او دغه ګوپی د انسان د هاضمې په فعالیت کښې په اغیز شیندونکي ډول مرسته کوي.
پوخ کړی شوی سور ګوپی هم انسان د خیټې له ناروغیو یعني بد هضمې او قبض څخه بچولی شي.
په دې سربیره په سور ګوپي کښې غذايي جرړې دغه خبره یقیني کوي چې تاسو د خوراک د هضم کولو د عمل په سست کولو سره تر ډير وخته پورې مړه ووسئ یعني خیټه مو مړه وي، دغه سور ګوپی لوږه ختموي او د خواړو خواهش په کمولو کښې مرسته کوي چې له کبله یې په وزن کمولو کښې مرسته کوي.
()
سور ګوپی د انسان د بدن د وینې دباو کنټرولوي:-
د سور ګوپي هره ورځې خوړل د وینې د لوړ دباو ناروغانو ته ډیره ګټه رسوي.
په سور ګوپي کښې د پوټاشیم مقدار زیات وي کوم چې د انسان په زړه کښې د وینې دباو منظم او په سم ساتلو کښې مرسته کوي نو ځکه خو دغه سور ګوپی انسان د زړه له ناروغیو څخه ساتي.
()
سور ګوپی د انسان د بدن لپاره هم ګټه لري:-
سور ګوپی له اینټي اکسیډانټونو څخه ډک دی او له دې کبله دغه ګوپی د انسان د بدن د پوستکي لپاره ډیره ګټه لري.
اینټي اکسیډانټونه د انسان د بدن پوستکی تر اوږدې مودې پورې ځوان ساتلو کښې مرسته کوي او د انسان په پوستکي کښې د کوړیتو او ګونځو د راتلو مخه نیسي.
سور ګوپی ډیر ویټامینونه هم لري او مونږ ټول پوهیږو دغه ویټامینونه د انسان د بدن پوستکی تر ډیر وخت پورې د ښه ساتلو لپاره ضروري دي.
()
سور ګوپی د انسان د بدن دفاعي قوت ښه کوي:-
په سور ګوپي کښې له نارنجو څخه زیات ویټامینونه شته او همدغه وجه ده چې ډاکټران له ناروغیو څخه د بچ پاتې کیدا لپاره هره ورځ د دغه ګوپي د خوړلو مشوره ورکوي.
په سور ګوپي کښې موجود ویټامین سي ، ويټامین ای او اینټي اکسیډانټونه د انسان د بدن دفاعي سیسټم ښه او مضبوطوي او دغه ګوپی د انسان له بدن څخه د زهرجنو مادو په ایستلو کښې مرسته کوي او په همدې وجه د انسان د بدن میټابولیزم سیسټم ښه کوي او دغه راز ویټامین ای د انسان د سترګو د نظر په ښه کولو کښې مرسته کوي.
()
سور ګوپی د انسان د بدن هډوکي او وژې پیاوړي کوي:ـ
د خام ګوپي خوړل د انسان د بدن هډوکي مضبوطوي او د انسان د جوړونو د درد او د بدن د خارښت په کمیدا کښې مرسته کوي.
په سور ګوپي کښې ویټامین کی ، پوټاشیم او نور معدنیات شته کوم چې د انسان د بدن د هډوکو او وژو د کار او فعالیت په ښه کولو کښې مرسته کوي.