لیز چیني:
د امریکا ولس باید له ټرمپ څخه وساتل شي
د امریکا په کانګرس کې د جمهوریت غواړو استازې او د ټرمپ مخالفې څېرې ویلي چې د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرامپ سره په مقابله کې به ځان کاندید کړي.
په کانګرس کې جمهوري پال استازې له هغه وروسته لیز چیني له مشرۍ څخه لېرې کړه چې هغې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د امریکې په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو په اړه د ټرامپ ادعاوې ناسمې وبللې.
هغې د خپلې کاندیداتورۍ په اړه د امریکا اې بي سي خبري شبکې ته وویل: تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د امریکا ولس له ټرمپ څخه وژغورل شي.
لیز چیني د هغو لسو جمهوریت غوښتونکو په ډله کې وه چې د کانګرس په ودانۍ باندې د ټرمپ د پلویانو د برید پخاطر د ټرامپ د استیضاح غوښتونکي شو.
هغه د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ یو خطرناک کس بولي او وايي چې هغه باید په هېڅ صورت بیا سپینې ماڼۍ ته رانشي.
د کنګرس دغه استازې خبرداری ورکړه چي که ټرمپ بیا د جمهوریت غوښتونکو ګوند په استازیتوب د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې ودرېږي، دغه ګوند به وپاشل شي.
ټرمپ، چې لا هم په خپل ګوند کې نفوذ لري، په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د کاندیداتوری اعلان کړی او ځينو جمهوریت غواړو هم ملاتړ ورڅخه کړي دي.