مون سون کښې ماران هر ځاې پټیدلی شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118412-مون_سون_کښې_ماران_هر_ځاې_پټیدلی_شي
زمونږ خبریال وايي د هندوستان د ځنګلونو د ادارې افسر سوشانتا نندا په خپلې ټویټر پاڼې باندې یوه ویډیو خپره کړي ده چې پکښې یوه میرمنه له خپلو بوټانو یو مار وباسي کوم چې د هغې په پیزار کښې پټ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 09:59 Asia/Kabul
  • مون سون کښې ماران هر ځاې پټیدلی شي

زمونږ خبریال وايي د هندوستان د ځنګلونو د ادارې افسر سوشانتا نندا په خپلې ټویټر پاڼې باندې یوه ویډیو خپره کړي ده چې پکښې یوه میرمنه له خپلو بوټانو یو مار وباسي کوم چې د هغې په پیزار کښې پټ شوی دی.

هغې په دغه ویډیو کښې ویلي دي ټول خلک دې ځیر ووسي ځکه چې په مون سون موسم کښې چې سخت بارانونه پکښې کیږي ماران په عجیبه عجیبه ځایونو کښې پناه اخلي.

په عکس کښې لیدل کیږي چې د هندوستان میرمنه هغه سوټی چې ماران ورباندې نیول کیږي په خپل بوټ کښې ننباسي چې مار له پیزاره وباسي.

کله چې د هندوستان دغه میرمنه سوټی په بوټ کښې ننباسي نو مار بهر راوځي او په میرمنې باندې د حملې هڅه کوي.