که حکومتي کارکوونکي مسکا ونکړي نو جرمانه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118514-که_حکومتي_کارکوونکي_مسکا_ونکړي_نو_جرمانه_کیږي
زمونږ خبریال وايي په فلپیاین هیواد کښې یوه ښاروال حکومتي کارکوونکو ته یو عجیبه حکم ورکړی دی چې پکښې ویل شوي دي ټول حکومتي کارکوونکي د کار په وخت د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو په بهیر کښې باید مسکا وکړي ګڼي جرمانه کیدلای شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2022 06:44 Asia/Kabul
  • که حکومتي کارکوونکي مسکا ونکړي نو جرمانه کیږي

زمونږ خبریال وايي په فلپیاین هیواد کښې یوه ښاروال حکومتي کارکوونکو ته یو عجیبه حکم ورکړی دی چې پکښې ویل شوي دي ټول حکومتي کارکوونکي د کار په وخت د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو په بهیر کښې باید مسکا وکړي ګڼي جرمانه کیدلای شي.

د فلپاین هیواد په کوئزون سیمه کښې د میولانی سیمې ښاروال «ار ایس ایګوائر» د روان میلادي کال د جولاۍ له میاشتې راهسې په حکومتي ادارو او دفترونو کښې د سمائیل پالیسي (smile policy) یعني د مسکا د پالیسۍ د اجرا کولو حکم ورکړی دی چې پکښې ویل شوي دي ټول حکومتي کارکوونکي د کار کولو په وخت باید مسکا وکړي او د خلکو خدمت وکړي.

د فلپاین دغه ښاروال په حکومتي ادارو او دفترونو کښې کارکوونکو ته په واضح ډول ویلي دي چې د دغه حکم د نه منونکو ته به  شپږ میاشتې معاشونه او تنخواګانې ورنکړل شي او دغه راز نوموړي کسان له خپلو نوکریو څخه هم لیرې کیدلی شي.

د فلپاین دغه ښاروال وویل ما دغه اقدام د ځايي خلکو چې زیات پکښې د کوپرو  کروندګر او کب نیونکي دي د شکایتونو د ترلاسه کولو په وجه ترسره کړی دی.