د ترکیې پوځیان له افغانستاني کډوالو سره ډیر بد سلوک کوي
په ترکیې کښې د افغانستان کډوال وايي چې په زوره د دوي ایستل او ورسره د ترکیې د امنیتي ځواکونو بد چلند دوام لري
په ترکیې کښې د افغانستان کډوال وايي چې په زوره د دوي ایستل او ورسره د ترکیې د امنیتي ځواکونو بد چلند دوام لري
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان هغو یوشمیر پناه غواړو چې په دې وروستیو کښې د ترکیې د حکومت له خوا په زوره د کډوالو د ایستلو په بهیر کښې کابل ته ستانه کړې شوي دي، د ترکیې د امنیتي ځواکونو په بد او قهرجن سلوک باندې نیوکه کړې ده.
د ایمل په نامه له ترکیې څخه ایستل شوی یو افغان مهاجر وايي چې پنځه کاله مخکښې یې ځان ترکیې ته رسولی و خو د دغه هیواد پولیسو په زوره راایستی دی. دغه افغان کډوال زیاته کړه چې د افغان کډوالو د تلاشۍ لپاره حتی د هغوي کالي اوباسي، وهي ډبوي یې او بیا یې اخراج کوي.