امریکااو بریتانیاغواړي روسیه او اروپا سره ښکر په ښکر شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118760-امریکااو_بریتانیاغواړي_روسیه_او_اروپا_سره_ښکر_په_ښکر_شي
د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف ووئيل،امریکا او بریتانیا  دروسیې او اروپا ترمینځ حقیقي جنګ رامینځةکول غواړي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 21, 2022 12:56 Asia/Kabul
  • امریکااو بریتانیاغواړي روسیه او اروپا سره ښکر په ښکر شي

د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف ووئيل،امریکا او بریتانیا  دروسیې او اروپا ترمینځ حقیقي جنګ رامینځةکول غواړي .

لویدیځي هیوادونو په تیره بیا امریکاپه اوکراین کې د نښتو د دریدا او د تاؤتریخوالو د کمیدا لپاره نه یوازې کوم اقدام نه دی کړی،بلکې دغه هیواد ته د وسلواو تجهیزاتو په لیږدولو او پر روسیې د دباؤ  په اچولو سره ، ئې لازیاتو ناکراریو ته لمن وهلې ده.

د روسیې خارجه وزیرلاؤروف پرون ناوخته  له رشیا ټوډې او سپوټنیک  سره په خبرو کې ووئیل،امریکا او بریتانیا غواړي د روسیې او اوکراین ترمینځ نښتې د ماسکو او اروپائي اتحادئې دغړو ترمینځ په یوې ترټولو سترې ډغرې  بدلې کړي .

 لاؤروف زیاته کړېده،امریکائي او انګریز خارجه وزیران په حقیقت کې  د بالټیک حوزې د هیوادونو او د جرمنیانو او پولینډیانوپه فعال ملاتړ سره غواړي،دغه جنګپه یوه لاستر جنګ بدل کړي او د روسیې اواورپائي هیوادونو ترمینځ مخامخیدنه پیل کړي .

د روسیې خارجه وزیر ووئيل،لویدیځي هیوادونه اوکراین د سولې په لور له هرډول رغنده ګام پورته کولو څخه غړوي.اوکراین یوازې له دوي وسلې نه ترلاسه کوي.اوکراین مجبوره دی له دغو وسلو څخه په لاخطرناکو رودو سره استفاده وکړي .

د امریکاخارجه وزارت په همداوروستیو کې له اوکراین سره د نورو څلورمیلیون ډالري پوځي مرستو په اعلانولو سره خبر وکرړی، چې له کی یف سره د واشنګټن د پوځي مرستو ټولګه  اوه اعشاریه دوه دیرش میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده .