ایران د اټومي وسلو په جوړولو نه دی بوخت
زمونږ خبریال وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي وویل چې د ایران د یورانیمو د پخولو زیاتول د اټومي وسلو د جوړولو په معنا نه دي.
ګروسي په خبري کانفرنس کښې د ایران اټومي پروګرام ته په اشارې سره د ایران په اټومي فعالیتونو د څارنې د مکانیزمونو په سمدستي ډول په بیرته ستنولو ټینګار وکړ.
هغه په دې خبرې چې د ایران اټومي پروګرام په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کښې دي او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په دغو فعالیتونو کمه څارنه لري اندیښنه څرګنده کړه.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په ایران کښې د یورانیمو د پخولو د فیصدي د زیاتولو په هکله د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې وویل له اټومي تړون د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یواړخیزه وتلو وروسته ایران سوکه سوکه د یورانیمو د پخولو کار زیات کړ او هغه څه چې اوس یې لرو د کمیت او د کیفیت له نظره یو ډیر پرمختللی اټومي پروګرام دی خو معنا یې دا نه ده چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په حال کښې دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا په تیرې میاشت کښې په دیرشو موافقو رایو سره د ایران پرضد یو پریکړه لیک تصویب کړی و.