یوې میرمنې د لمر سترګې په انرژۍ سره هګۍ پخه کړه
Jul 24, 2022 07:12 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو کښې نن سبا خلک له سختۍ ګرمې سره مخامخ دي او څو ورځې مخکې یوازې په اسپانیا هیواد کښې د سختې ګرمې له کبله له پینځو سوو زیات کسان وژل شوي وو.
په دغه سختې ګرمې کښې د انګلستان یوې میرمنې په څلویښت (۴۰)سینټي ګریډه تودوخي کښې په خپل باغ کښې په یوه لوخي کښې د هګۍ د پخولو کوشش وکړ.
د بریتانیا میرمنې جارجیا لیوي یو خالي لوخی په یوې تیږې باندې لمر سترګې ته تر یوه ساعت پورې کیښودلی و.
یوه ساعت وروسته چې دغه ښځې په خالي لوخي کښې غوړي واچول نو هګۍ پکښې واچول شوه او هګۍ پخه شوه او دغه ښځه په خپلې هڅې کښې بریالۍ شوه.
لائبریري اف کانګریس وايي د هګۍ د پخولو لپاره اویا سینټي ګریډه د تودوخي ضرورشت شته.
ټیګونه