د افغانستان له بحرانه دوتلولار ددغه هیواد له داخله پیلیږي
د ایران د اسلامی جمهوریت د ګاونډيتوب په ښې ډيپلوماسۍ او د افغانستان پشمول دس یمې له سولې او ثبات او آرامښټ سره د مرستې لپاره د سیمه ایزې حل لارې په کړچار په اعتقاد د تاشکند په غونډې کې شتون درلودلی دی .
د افغانستان د اقتصادي امنیت او پراختیا په عنوان سره دتاشکند دوه ورځنۍ نړیواله ناسته د کابو شلو هیوادونو د ځانګړو او لوړپوړو استازو په شتون سره ترسره شوه.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ګاونډيتوب په ښې ډيپلوماسۍ او د افغانستان پشمول دس یمې له سولې او ثبات او آرامښټ سره د مرستې لپاره د سیمه ایزې حل لارې په کړچار په اعتقاد د تاشکند په غونډې کې شتون درلودلی دی .
فارس خبری آژانس راپور وروکړ، د افغانستان په چارو کې داسلامی ایران دولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پخپل یوه پیغام کې په تاشکند کې د افغانستان په باب دنړیوالو کنفرانس ترسره کیدا ته په اشارې سره ولیکل په دغه نړیوال کنفرانس کې چې د ډیرو هیوادونو استازو او نړیوالو ادارو پکې شتون درلودلی،د افغانستان له شخړې او ترینګلتیاؤ څخه د وتلو لپاره د افغانستان له چارواکو او ولس سره دنړیولې ټولنې تعامل رامینځة شوی دی. کاظمي قمي زیاته کړې ده ،اکو اقتصادي موسیسې په افغانستان کې د سولې او ثبات او امنیت ټينګیدا، په دغه هیواد کې د اقتصادي او ټولنیزې ودې او پراختیا او د بیا رغاونې له بهیره د ملاتړ لپاره د ترټولو مهم عامل په توګه ګڼي.
دافغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ووئيل روسیه د افغانستان د هغو شتمنیو دبیرته ستنولو لپاره چې د امریکا له خوا غلا او کنګل شوي دي ،دطالبانو دغوښتې ملاتړ کوي.