د تهران ننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119532-د_تهران_ننیو_مطبوعاتو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د تهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده  د استفادې وړ مو ګرځې په دې هیله چې ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2022 09:01 Asia/Kabul
  • د تهران ننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د تهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده  د استفادې وړ مو ګرځې په دې هیله چې ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

د تهران چاپ درستو ورځپاڼو پخپلو انټرنیټي سایټونو کې  لیکلي دي،د  ایران په اسلامی جمهوریت کې د تاسوعا او عاشورا ورځې په ډير پرتم او ولولې سره ولمانځل شوي او په درست ایران کې د اهل بیت علیهم السلام  مینه والو دحسیني غورځنګ دشهیدانو په چغو یوځل بیا په لبیک وئيلو سره وښودله چې  په هر وخت او هر ټاټوبي کې د هر ظالم او استبداد او استکبار په ضددحسیني غورځنګ  عاشقان پاڅون کوي او دهرظالم په ضد خپله چغه پورته کوي.

دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل سایټ کې ئې نن لیکلي دي، دحسیني تاسوعا او عاشورا دستورې  له کربلا رانیولې د افغانستان تر مزارشریف  او صنعاء رانیولې تر ویانا او نیویارک پورې ترسره شوې او  د اهل بیت علیهم السلام  درستو محبانو لبیک یا حسین  او لبیک یازینب لبیک یا مهدي په څير د شعارونو په پورته کولو سره وښودله چې دحسینی غورځنګ مبارزان به تر قیامته پورې د ظلم او استبداد په ضد خپله چغه پورته کوي  او دامام حسین علیه السلام دولولناک اوحماسي پاڅون لارې ته به دوام ورکوي.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي  د فلسطین د  اسلامی جهاد غورځنګ او نورو مبارزو ډلو له خوا وحشي صهیونیسټي رژيم  جنایتونو ته په غاښ ماتونکي ځواب کې دنیواکي ټاټوبو په لور څه دپاسه یوزر سل توغندي ویشتي چې بلاخره  دغه وحشي او جنایتکار رژيم د توغندیو له غورا لالهانده شوی او د اور بند دټينګولو لپاره ئې دمصر لمن ته لاسونه اچولي او د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د شرطونو په منلو سره ئې په بیړه  اوربند سره موافقه کړې.  راپورونه ښئ چې  دغزې تړانګې په هستوګنو سیمو او نورو عمومي تاسیساتو باندې د تیریګر صهیونیسټي رژيم په بې آمانه بمباریو کې د دوو میړنیّو مبارزو کمانډرانو په شمول۴۴فلسطیان چې پنځلس پکې ماشومان دي،شهیدان او څه دپاسه درې سوه کسان ټپیان شوي دي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب  امریکا او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  نورو لورو ته په خطاب کې وئيلي دي،د ایران امتحان مه اخلئ او کله چې له مونږ سره موافقې ته اړتیا لرئ نو د ایران دملت شرائط ومنئ او له زیات غوښتې لاس په سرشئ.

د افغانستان په پکتیکا ولایت کې په یوې بم چاودنې کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) درې مهم قوماندان په بم چاودنې کې ووژل شول، وئيل کیږي ،د ټي ټي پي  غیر قانوني ترهه ګرې ډلې مشران د پاکستان له حکومتي مرکچي ټيم سره د خبرواترو لپاره دافغانستان کابل ته تللي وو،دا هم وئيل شوي دي چې  امریکا د ټي ټي پي د یوه مهم قوماندان عمر خالد خراساني په سر درې میلیون ډالر جایزه هم ټاکلې وه .په دغې چاودنې کې عمر خالد خراساني او دهغه دوه مهم سلاکاران په ټکه هلاک شوي دي.

دفرانسې حکومت وائي اروپا له تاریخي وچکالۍ سره لاس او ګریوان شوي ده او د مګړۍیوازې  د فرانسې کابو سل واړه او ستر ښارونه  دڅښاک اوبه نه لري  او په ټينکرو کې  خلکو ته اوبه رسول کیږي.

په فرانسې کې د حجاب یا ستر اجباري ممنوعیّت بلاخره د ملګروملتو د بشری حقوقو د شورا چغه هم راپورته کړه  دغې شوې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د فرانسې حکومت ددغه هیواد په ښونځیو او پوهنتونونو کې  له حجابه  دمسلمانو ښځو او انجونو  داستفادې په مخنیوي کې د مدني اوسیاسی حقوقو دنړیوال میثاق  دمادو په اساس ، د مسلمانانو دحقوقو خلاف ورزي کړې ده .

       داهم د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د خبریال د ورځې په مناسبت د مبارکۍ په یوه پیغام کې ووئیل د خبریال ورځ،د خبریالانو د مهم ځائيګي او مسئولیّت پردرنښت سربیره،د حقیقت پالنې،شفافیّت او اطلاعاتو ته د آزادلاس رسي باندې دخلکو دحق د روښانه کولو  مجال  دی .

 خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست له  مسئول او  ایټمی خبرواترو غږملونکي جوزف بورل سره په ټيلیفوني تماس کې وئيلي دي ،د جامعې نړیوالې  ایټمي موافقې  د لورو ترمینځ یعني د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د روانو خبرواترو  نهائي  موافقه  باید د ایران د ملتو دحقوقو  او ګټو تامینونکي شي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د فلسطین داسلامی جهاد غورځڼګ او وحشي صهیونیستي رژيم ترمینځ  اوربند د مقاومتي مبارزو ډلو ټپلو  قدرت دنړۍ نندارې ته وړاندې کړ او دغه  اور بند وښودله چې دمقاومتي  ډلو د مبارزانو سلګونو  توغندیو چې پر نیواکي ټاټوبي ئې ویشتي دي،د تیریګرو صهیونیسټان وملا ماته کړې او  له کوم شرط او بریالیتوب پرته ئې دځينو عربو لمن ته لاس اچولی څو له  فلسطینیو ډلو سره د دوي اور بند وکړي .

د لبنان د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ عمومي منشي سید حسن نصر ا... د بیروت په جنوبی سیمې ضاحیّه کې د عاشورا په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې روښانه کړې ده،حزب ا...دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه بزرګوار  د  وفادارو ملګرو لارې اورودې  ته خپله پابندي ثابته کړې ده.

 د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  وئيلی دي،د ایف بی آئي مامورانو په فلوریډا ایالت کې د هغه پر کور یرغل کړی  او د شخصي لاکر ئې خلاص کړی او ځیني شیان ئې ترې غلا کړي دي،حال دا چې د  ایف بی آئي ادارې په یوې خبرتیا کې وئيل شوي دي دوي دامریکا له سترې څارنوالۍ څخه دهغه د کور دپلټلو حکم ترلاسه کړی  او  په ځینو هغو سندونو او مدرکونو پسې دي چې  ټرمپ  پخپل کرغیړن پړاؤ کې  ورځيني ناسمه استفاده کړې او بیا ئې خپل کور ته منتقل کړي دي.

د فلسطین په غزې د جنایتکار صهونیسټي رژيم د تیریو او بې آمانه بمباریو په باب د ملګروملتو  دامنیت شورا غونډه له تل ابیب څخه  دلویدیځوالو په ملاتړ سره بې نتیجې پاي ته ورسید.

د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې ددغه هیواد پوځ او مقاومتي ځواک د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه تباه کړي او دغه راز ئې ورته مرګ ژوبلې هم اړولي دي .

په پاکستان کې  په وروستیو سختو ورښتونو او سیل کې د مرګ ژوبلو شمیر څه دپاسه پنځه سوو تنو ته رسیدلی او وئیل شوي دي چې په زرګونو هیکټره مځکې ئې هم ویجاړې کړي او دغه راز کابو دوه زره کورونو ته هم تاوانونه اوښتي  دي .

*********************

     اوس هم راګرځو ځینو هغو بهرنیو مطبوعاتو ته چې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او حالاتو په باب ئې لیکنې کړي دي او مونږ هم له انټرنیټه راخستي دي،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي .

د انګلستان ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېریوه کال کې ژوند ته کتنه کړېاو تردې سرلیک لاندې ئې،چې انجونې یوازې د موسکا په خاطر وهل کېږي، په یوه مطلب کې لیکي، د سولې او ثبات د ټینګېدو په اړه د طالبانو له ژمنو سره سره افغانستان په ټولنې کې لوېدلی او وګړي یې د اقتصادي ستونزو په څېر له مختلفو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د ګارډین په لیکنه،پر ښځو د طالبانو له خوا بېلابېل محدودیتونه لګول شوي او د بېلګې په توګه له زده کړو د له شپږم ټولګي پورته نجونو منع کېدو ته اشاره شوې ده.

یوې ښځې ګارډین ته ویلي،چې درې ځلې په بازار کې د ښځو د وهلو ټکولو شاهده وه.

ګارډین دغه راز ویلي،د تېر کال په دوبي کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بهیر درېدلی،ددې هېواد اقتصاد د سقوط پر لور روان دی.

ګارډین په تېر یوه کال کې له افغانستانه د لوستو کسانو تېښته د دې هېواد یوه بله ستونزه یاده کړې ده.

په مطلب کې راغلي،چې طالبانو د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې بریاوې ترلاسه کړي،هغه چې د ګارډین په لیکنه د افغانستان دولت یې په تېرو شلو کلونو کې په ځمکه وهلی و.

خو د لیکوال په باور په دې برخه کې د طالبانو پرمختګونه ورو شوي دي.یوه سوداګر ګارډین ته ویلي، چې فساد د اشرف غني د حکومت په اندازه نشته.

   د امریکا هېل ورځپاڼې په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري وژلو ته پام اړولی دی.

د دې مطلب لیکوال تام مکایټس په دې باور دی، چې په اوس وخت کې د ترهه ګرۍ اصلي ګواښونه د ډلو له خوا نه، بلکې د افرادو له لوري متصور دي، هغه افراد چې په هېڅ ډلې پورې تړلي نه دي بلکې له افراطي مفکورو الهام اخلي.

په مطلب کې راغلي،چې د الظواهري وژنه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یولسمې حملو ته ورته خطر کموي خو د لیکوال په باور هغه نه شي کولای چې د دا ډول افرادو مخه ونیسي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د القاعده مشر ایمن اظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو خو طالبان وایي د ظواهري له راتلو او استوګنې خبر نه دي او د دغې پېښې په اړه لا هم څېړنه کوي. طالبانو همداراز امریکا ته دا ګواښ هم کړی چې دغه شان  خپل سري عملیات او بمبارۍ دې بیا تکرار نه کړي ګني نو پایلې به ئې همدوي ته وروګرځي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************