د امریکا میرمن یوسل لس فټه اوږده ویښتان لري
زمونږ خبریال وايي د امریکا یوې ښځې د خپل سر د ویښتانو په یوسل لس فټه اوږدولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.
د ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ پراساس د امریکا د فلوریډا ایالت شپیته کلنې میرمنې اشا منډیلا د لومړي ځل لپاره د اوږدو ویښتانو نړیوال ریکارډ په دوه زه نهم میلادي کال کښې جوړ کړی و کله چې د هغې د سر ویښتان نولس فټه او شپږ اعشاریه پینځه اینچه اوږده وو.
خو اوس د امریکا د دغه میرمنې د سر ویښتان یوسل لس فټه اوږده شوي دي او د هغې د ویښتانو وزن کابو نولس کلوګرامو ته رسیدلی دی.
د امریکا د فلوریډا ایالت د کلیرمونټ ښار وسیدونکي میرمنې اشا منډیلا ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ ته وویل چې ما له تیرو څلویښتو کلونو څخه د خپل سر د ویښتانو لویول پیل کړي وو او دغه میرمنه هغه وخت له ټرینډاډ اینډ ټوباګو هیواد څخه امریکا ته منتقله شوي وه.
د امریکا دغه میرمنې اشا منډیلا وویل چې دې خپل د سر ویښتان په ځمکه باندې د کیښودلو پرځاې عموما د ټوکرو او کپړو په وسله ځوړنده کوي.