د چین یوشرکت په کارکوونکو سخا هګۍ خوري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120088-د_چین_یوشرکت_په_کارکوونکو_سخا_هګۍ_خوري
زمونږ خبریال وايي د چین یوه شرکت د توقعاتو او هیلو د نه پوره کولو په وجه د سزا په توګه په خپلو کارکوونکو سخا هګې خوري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2022 10:33 Asia/Kabul
  • د چین یوشرکت په کارکوونکو سخا هګۍ خوري

زمونږ خبریال وايي د چین یوه شرکت د توقعاتو او هیلو د نه پوره کولو په وجه د سزا په توګه په خپلو کارکوونکو سخا هګې خوري.

په اینټرنیټ باندې د چین د دغه شرکت پرضد سخت غبرګون روان دی او په  هکله یې کافي شخړه رامینځته شوي ده.

دغه پیښه هغه وخت په ډاګه شوه کله چې په دغه شرکت کښې کښې د پوهنتون د دوهم کال یوه محصیل په اینټرنیټ باندې په ده باندې د شوي زیاتي په هکله د اینټرنیټ کارکوونکي خبر کړل.

د چین دغه محصیل د خپل اصلي نوم پرځاې د ډوو د نوم په استعمالولو سره وویل چې ما د ژینګ ژو ټیکنالوژۍ په شرکت کښې د یوه کارکوونکي په توګه  کار کاوه.

د چین دغه ښاریز ادعا وکړه چې په دغه شرکت کښې عجیبه قوانین شته که چیرې کوم کارکوونکی په ټاکلي وخت کښې زیات سفارشونه یعني ارډرونه را نه وړي یا هغه د شرکت د مدیریت په هیلو پوره نشي نو دغه کارکوونکی باید د سزا په توګه یوه سخا هګۍ وخوري.

د چین دغه ښاریز وویل کله چې ما د دغه ظالمانه سزا له منلو ډډه وکړه نو د شرکت مسوولانو زما نوکري ختمه کړه او زه یې له کاره وویستلم او زما د کار د ختمولو په لیک کښې یې  له کاره د لیرې کولو وجه شخصي معاملات لیکلي دي چې په دې وجه خپل شرکت له هر ډول مسوولیت څخه پاک وساتي.

په اینټرنیټ پاڼو باندې خلکو د چین د دغه شرکت د غیر انساني عمل په وجه د دغه شرکت پرخلاف د اقدام د ترسره کولو غوښتنه کړي ده.

بلې خوا د چین د شرکت یوه استازي چې خپل نوم یې نه دی ښودلی ادعا وکړه چې دغه سزا په  ایمپلاي هینډ بک کښې لیکل شوي ده او ټول  کارکوونکي باید ورباندې عمل وکړي.