د اسټرالیا سل کلنه میرمنه پولیسو ولې ونیوله؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120110-د_اسټرالیا_سل_کلنه_میرمنه_پولیسو_ولې_ونیوله
زمونږ خبریال وايي په اسټرالیا کښې سل کلنه میرمنه جین بیکنټن د هغې د کلیزې په وخت ونیول شوه او دلیل یې دا دی چې تاسو ته به خندا درشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2022 06:54 Asia/Kabul
  • د اسټرالیا سل کلنه میرمنه پولیسو ولې ونیوله؟

زمونږ خبریال وايي په اسټرالیا کښې سل کلنه میرمنه جین بیکنټن د هغې د کلیزې په وخت ونیول شوه او دلیل یې دا دی چې تاسو ته به خندا درشي.

په اسټرالیا هیواد کښې پولیسو سل کلنه میرمن د هغې د کلیزې په وخت ونیوله.

د اسټرالیا دغه میرمنې تل غوښتل چې پولیس دې ونیسي خو د هغې دغه خواهش او ارزو هیڅکله پوره نه و شوی.

د اسټرالیا دغه میرمنې د خپلو خواهشاتو او ارزوګانو یو فهرست برابر کړی دی چې پکښې د پولیسو لخوا د دې نیول هم پکښې شامل دي.

د اسټرالیا دغه سل کلنې میرمنې جین بیکنټن تل غوښتل چې پولیس دې ونیسي.

د اسټرالیا  هیواد د ویکټوریا سیمې پولیسو د دغه سل کلنې میرمنې دغه خواهش پوره کړ او د نوموړي میرمنې د نیولو لپاره یې  د هغې د کلیزې په دستورو چاپه ووهله.

په دې وخت کښې د اسټرالیا د پولیسو افسرانو جین بیکنټن ته زولنې واچولې.

د اسټرالیا دغه میرمنې لسګونو کلونه د نرسې په توګه کار کړی دی خو هغه هیڅکله د پولیسو لخوا نه ده نیول شوي.