یو سړی شپیته ساعته په ځمکه لماست و
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120186-یو_سړی_شپیته_ساعته_په_ځمکه_لماست_و
زمونږ خبریال وايي هسې خو په ټوله دنیا کښې بیلابیل ډول ډول سیالۍ او مقابلې کیږي خو یوه داسې سیالۍ هم شته چیرې چې نور هیڅ کار نه ترسره کول کیږي بلکې د اوږدې مودې لپاره چې څومره امکان ولري په ځمکه باندې څملاستل دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2022 07:47 Asia/Kabul
  • یو سړی شپیته ساعته په ځمکه لماست و

زمونږ خبریال وايي هسې خو په ټوله دنیا کښې بیلابیل ډول ډول سیالۍ او مقابلې کیږي خو یوه داسې سیالۍ هم شته چیرې چې نور هیڅ کار نه ترسره کول کیږي بلکې د اوږدې مودې لپاره چې څومره امکان ولري په ځمکه باندې څملاستل دي.

په ځمکه باندې سم تیر د څملاستلو دغه عجیبه او په زړه پورې سیالۍ چې لئینګ ډاون چیمپین شپ نوم ورکړل شوی دی د یوه اروپايي هیواد مونټي نیګرو یوه ښاریز تر شپیتو ساعتونو پورې په ځمکه باندې په څملاستلو سره وګټله.

هسې خو په ظاهره دغه سیالۍ اسانه ښکاري خو چې څومره وخت تیریږي نو د انسان د بدن هډوکي او وژې راټولیږي او په بدن کښې درد رامینځته کیږي او پښې او لاسونه بې حسه کیږي او د انسان زړه غواړي چې پاڅي او پښې او لاسونه وغځوي.

دې ځل چیمپین یعني اتل زګرو پیجانووک تر شپيتو ساعتونو پورې په ځمکې باندې څملاستلو سره دغه سیالۍ وګټله او درې سوه پنځوس ډالره جایزه یې وګټله او نورې د تفریح اسانتیاوې یې هم لاس ته راوړې.