د بریتانیا ښاریز زیات بانجان رومي تولید کړي
زمونږ خبریال وايي د انګلستان یوه ښاریز په یوه بوټي کښې د شپږ زره (۶۰۰۰) ټماټرو یعني سره بانجانو په تولیدولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
له دې مخکې دغه ریکارډ د هندوستان له سرجیت سینګ سره و کوم چې په یوه بوټي کښې دیارلس سوه پینځه پنځوس ټماټر یعني بانجان رومي تولید کړي وو.
د بریتانیا څلورڅلویښت کلن ښاریز ډګلس سمیت په یوه بوټي کښې د ډیرو سرو بانجانو په تولیدولو سره د سرجیت سینګ ریکارډ مات کړ او اوس دې اتل کروند نومول شوی دی.
د انګلستان دغه ښاریز چې کله په یوه بوټي کښې ټول تولید شوي ټماټر وتلل نو کابو شل کلوګرامه شول.
دا لومړی ځل نه دی چې د انګلستان دغه ښاریز د زیاتو ټماټرو د تولیدولو ریکارډ جوړ کړی.
له دې مخکې هغه په یوې بیلچې سره د زیاتو ټماټرو په تولیدولو او د شل فټ غټ لمر سترګې ګل په تولیدولو سره هم ریکارډ جوړ کړی و.