امریکا کښې ډیموکراسۍ له حقیقي خطر او ګواښ سره مخ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120466-امریکا_کښې_ډیموکراسۍ_له_حقیقي_خطر_او_ګواښ_سره_مخ_ده
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې وینا کښې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د هغه پلویان د ډیموکراسۍ لپاره جدي ګواښ وبلل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 02, 2022 11:10 Asia/Kabul
  • امریکا کښې ډیموکراسۍ له حقیقي خطر او ګواښ سره مخ ده

الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې وینا کښې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د هغه پلویان د ډیموکراسۍ لپاره جدي ګواښ وبلل.

جوبایډن وویل په امریکا کښې ډیموکراسۍ او مساوات له ګواښونو سره مخامخ دي او مونږ باید خپل ارزښتونه وساتو.

هغه وویل په امریکا کښې د ډیموکراسۍ پرضد ګواښ حقیقي دی او مونږ د هغې پرضد ناتوانه نه یوو او تړلي لاسونه نه پاتې کیږو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د هغه پلویان د سرزورۍ بیلګې دي او دغه چاره د ډیموکراسۍ بنسټونو ته ګوزار ورکوي.

د کوئیني پیاک(Quinnipiac) پوهنتون نوي نظر سنجې چې پرون خپره شوي نتیجې وايي چې د امریکا اوه شپیته فیصده خلک باوري دي په هیواد کښې ډیموکراسۍ له خطر سره مخامخ ده.

ډیموکراسۍ په حقیقي معنا کښې مودې مودې کیږي چې د امریکا د سیاست او په ټولنیزو ډګرونو کښې هیڅ ځاې نلري.

د دغه خبرې ښکاره بیلګه د امریکا د دوه زره شلم میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدا وروسته سیاسي او ټولنیزې شخړې او د پخواني ولسمشر ټرامپ د پلویانو لخوا د تیر میلادي کال د جنورۍ په شپږمه نیټه د امریکا په ولسي جرګې کانګرس باندې حمله وه.

یوه بله مسله چې په امریکا کښې یې د ډیموکراسۍ اساس تر پوښتنې لاندې وروستلی دی د اقلیتونو په تیره بیا د رنګین پوستو د رایو د حق ډیر محدودولو لپاره هڅه ده.