د اوکراین جنګ زر پاې ته رسیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بیلاروس ولسمشر لوکاشنکو په دې خبرې سره چې اوکراین له تفرقې سره مخ شوی او د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او پوځ ترمینځ درز رامینځته شوی دی اټکل وکړ په اوکراین کښې به جنګ زر پاې ته ورسیږي.
هغه پرون د بیلاروس د محصیلینو لپاره د اینټرنیټ له لارې په یوه کلاس کښې اټکل وکړ چې د روسیې او د اوکراین جنګ به زر ختم شي.
لوکاشنکو وویل د اوکراین پوځ د هیواد په داخل کښې یوازنی قدرت دی چې ویلی شي راشئ خبرې وکړو ګڼي اوکراین د دنیا له نقشې ختمیږي.
د بیلاروس ولسمشر لوکاشنکو ادعا وکړه چې د اوکراین پوځ د جنګ په هکله لومړې تجربې لري او پوهیږي چې حالات ناهیلي کوونکي دي او له دې سره سره دغه جنګ په ترټولو ویرونکي جنګ او له ډلوژونکو وسلو په استفادې کولو بدلیدلی شي.
لوکاشنکو په دې خبرې سره چې روسیه نشي کولای د اوکراین په جنګ کښې ماتي وخوري په هغو کسانو چې بیلاروس او روسیه نیواکګران نوموي نیوکه وکړه او ویې ویل په اوکراین کښې د روسیې عملیات مخه نیونکي وو او هدف یې د بیلاروس په شاوخوا سیمو او دغه راز په روسیې باندې د اوکراین د توغندوي حملې مخه نیول وو.
د بیلاروس ولسمشر لوکاشنکو په دې خبرې باندې ټینګار سره چې لویدیځ او امریکا په بیلاروس باندې حملې ته چمتو وو وویل لویدیځ قدرتونه چې هر کار ترسره کولای شي کوي چې روسیه په ګونډو کړي.