افغانستان کې باید د ترهګرو د ځپلو هڅې پیاوړې شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120598-افغانستان_کې_باید_د_ترهګرو_د_ځپلو_هڅې_پیاوړې_شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د جاسوسۍ ادارې "سي ايي ای" پخوانی مشر او د دغه هېواد د دفاع مخکني وزیر لیون پنېټا له بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2022 02:06 Asia/Kabul
  • افغانستان کې باید د ترهګرو د ځپلو هڅې پیاوړې شي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د جاسوسۍ ادارې "سي ايي ای" پخوانی مشر او د دغه هېواد د دفاع مخکني وزیر لیون پنېټا له بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي

 حقاني ډله چې د طالبانو د واکمنۍ مهمه برخه سمبالوي، لا هم القاعدې ته خوندي پټنځایونه برابروي او اړیکې ورسره پالي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان کې باید د ترهګرو ځپلو هڅې غښتلې شي ځکه د نوموړي په وینا د القاعدې او داعش په څېر اورپکې ډلې لا هم امریکا ته سرخوږی جوړولی شي.

خو بلخوا قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بیا چې له امریکا سره یې د سولې مذاکراتو اوږده پړاونه پر مخ وړي، له دغه هېواده غواړي چې د افغانستان په فضا کې الوتنې ودروي.

له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو یو کال وروسته لا هم افغانستان کې وسله والې ډلې، له ترهګرۍ سره تړلي ګواښونه او په دې تړاو د امریکا د حکومت پر تګلارو نیوکې د دغه هېواد د سیاستوالو، چارواکو او شنونکو د بحثونو مهم ټکي دي.

په دې لړ کې تازه د سی ای اې پخواني مشر لیون پنېټا پر افغانستان د واکمنو طالبانو او القاعدې ترمنځ پر اړیکو اندېښنه ښودلې او ویلي د الظواهري له وژل کېدو مالومه شوه چې طالبان القاعده شبکې ته پناه ځایونه ورکوي او ګواکې دا خبره نوره پټه نه ده.

نوموړي ویلي "په بشپړه توګه روښانه ده حقاني ډله  چې د طالبانو مشرتابه کې مهم ځای لري، د القاعدې لپاره دا ډول خوندي ځایونه برابروي. دا چې الظواهري د کابل مرکزي سیمه کې ژوند کاوه بیخي دا خبره سپینوي چې هغوئ ته یې اجازه ورکړې وه چې افغانستان کې ازاد فعالیت ولري."

دغه امریکايي سیاستوال افغانستان کې له لیرې د تندلارو په نښه کول یوه ګټوره ستراتېژي بولي.

ښاغلی پنېټا هغه مهال د سي ای اې مشر و چې امریکایي ځواکونو د پاکستان ایبټ اباد کې د القاعده شبکې بنسټګر او لومړنی مشر اسامه بن لادن پیدا او وواژه.

هغه له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۱ کال د سي ای اې له مشرۍ وروسته تر ۲۰۱۳م کال پورې د امریکا دفاع وزیر هم و.

دا هغه کلونه وو لسګونه زره اضافي امریکايي ځواکونه افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم پر جګړو بوخت وو.