هالنډ اوکراین ته ۵۰۰ میلیونه یورو نوې پوځي مرسته ورکوي
د هالنډ لومړي وزیر اعلان کړی چې هېواد به یې اوکراین ته د ۵۰۰ میلیونه یورو په ارزښت نوې پوځي مرسته وړاندې کړي.
د هالنډ لومړي وزیر «روب یتن» د جمعې په ورځ وویل چې هېواد یې د اوکراین لپاره د ۵۰۰ میلیونه یورو په ارزښت د پوځي مرستو نوی بسته چمتو کوي.
هغه دغه څرګندونې په بروکسل کې د اروپايي شورا غونډې ته د رسېدو پر مهال وکړې او د روسیې پر وړاندې یې له اوکراین څخه د هالنډ پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ.
یتن تر دې وړاندې هم د خپل حکومت د پروګرام د وړاندې کولو پر مهال د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې او اروپايي اتحادیې ترمنځ د خبرو اترو له پیل سره مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې اروپايي اتحادیه باید په اوسنیو شرایطو کې له مسکو سره مذاکراتو ته داخل نه شي.
هالنډ د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې په اروپا کې د کییف له مهمو ملاتړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او د نورو لوېدیځو هېوادونو ترڅنګ یې اوکراین ته ګڼې مالي، پوځي او روزنیزې مرستې برابرې کړې دي.