د بریتانیا میرمنې د خپلې لور نوم پکوړا کیښود
Sep 08, 2022 09:56 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د انګلستان په یوې میرمنې باندې پکوړې دومره ګرانې دي چې د خپلې نوزیږي ماشومې نوم یې پکوړا کیښودلی دی.
د بریتانیا یوه رستوران په اینټرنیټ پاڼو باندې یو خبر خپور کړی دی او ویې ویل چې ددوې د رستوران یوې ګاهکې د خپلې نوږیږي ماشومې نوم د هند د براعظمګي د تر ټولو ښه خواړه یعني پکوړا کیښودلی دی.
د انګلستان د دغه میرمنې خاوند وویل زما ښځې پکوړې ډيرې خوښې دي او هغې د خپلې لور نوم هم پکوړا هم کیښودلی دی.
دغه خبر شل زره خلکو خوښ کړی دی او شپږویشت زره کسانو هم بیلابیلې تفسیرې کړي دي.
دغه راز یوې میرمنې په خپلو څرګندونو کښې ویلي دي کله چې زه امیندواره وم نو په ما باندې هندوڼې ډيرې ګرانې وې لیکن زه شکر کوم چې له هوښیارتیا کار واخیست او د خپل بچي نوم مې هندوڼه کې نه ښود.
ټیګونه