د نړۍ تر ټولو تنګه کوڅه په کوم هیواد کښې ده؟
Sep 08, 2022 10:17 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي پاکستان، افریقا ، هندوستان ، بنګلادیش ، میکسیکو او برازیل داسې ګوته په شمیر هیوادونه دي چیرې چې په دغه نوي زمانه کښې هم داسې زړې کوڅې، سړکونه او لارې شته چیرې چې تګ راتګ خو پریږده چې هلته د پښې کیښودل هم ناممکن ښکاري.
خو ایا تاسو ته پته شته چې د نړۍ ترټولو تنګه کوڅه په جرمني هیواد کښې ده.
د جرمني په رانټلنګټن ښار کښې د ( Spreuerhofstrabe) په نوم یوه کوڅه شته کومه چې په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز نومې کتاب کښې د تر ټولو تنګې کوڅې په نوم ثبت شوي ده.
دغه کوڅه د دوو کورونو ترمینځ ده او پلنوالی یې یودیرش سینټي میټره دی.
ټیګونه