د امریکا په پلازمینې واشنګټن کې بیړنې حالت اعلان شو
د ټګزاس جمهوري غواړي ولسوال ګرټ ابوت له اپریل میاشت راهیسې د بایډن په شمول په ډیموکراټانو د دباو په خاطر کابو اته زره کډوال واشنګټن ډی سی ، څه د پاسه ۲۲۰۰ نیویارک او ۳۰۰ هم شیکاګو ته ورلیږلي دي .
د رویټرز خبری اژانس له راپور سره سم د واشنګټن ډی سی ډیموکراټ ښاروال له مکزیک سره له هم پولو ایالتونو د مهاجرینو په سلګونو بسونو ورتګ پسې په دغه ښار کې بیړنې حالت اعلان کړ .
موریل بوزر د کډوالو د ملاتړ او مرستې لپاره په لس میلیون ډالرو بودجې سره د کډوالو د خدماتو د دفتر د جوړولو حکم صادر کړی او له فیډرال حکومت یې د دغو کسانو د لګښتونو د تامینولو غوښتنه کړی ده .
د ټګزاس جمهوري غواړي ولسوال ګرټ ابوت له اپریل میاشت راهیسې د بایډن په شمول په ډیموکراټانو د دباو په خاطر کابو اته زره کډوال واشنګټن ډی سی ، څه د پاسه ۲۲۰۰ نیویارک او ۳۰۰ هم شیکاګو ته ورلیږلي دي .
اریزونا ایالت هم کابو ۱۷۰۰ کډوال واشنګټن ډی سی ته ورلیږلي دي که څه هم ځینې پکې په لاره کی په نورو ایالتونو کې له بسونو کوز شوي دي .