سائینس د جنسي ازادیو تاوانونه تائید کړل
زمونږ خبریال وايي سائینس د جنسي ازادیو او بې لارې توبونو تاوانونه تائید کړي دي.
سائینس پوهانو مذهبي ګروهنه لرونکي ښځې او خاوندان ډیر له سکون څخه ډک ژوند لرونکي تائید کړل.
سائینس پوهانو په خپل تحقیق کښې معلومه کړي ده چې مذهبي ګروهنه لرونکي او مذهبي تفکر لرونکي کسان د جنسي اړیکو له پلوه یوازې خپلو میرمنو ته محدود پاتې کیږي خو په امریکا او اروپايي هیوادونو او ټولنو کښې خلک بیا غیر اخلاقي او جنسي کارونه ترسره کوي او اکثره خلک ودونه نه کوي بلکې ناجایزې جنسي اړیکې پالي او ښځې او سړي نن له یوه کس او سبا له بل کس سره جنسي اړیکې جوړوي.
د بریتانیا د ایکسټر پوهنتون کارپيژاندو په خپل دغه تحقیق کښې ویلي دي چې د مذهبي ګروهنه لرونکو ښځو او خاوندانو ژوند له نورو ډیرو عادي خلکو څخه زیات له ډاډ او سکون څخه ډک وي.
د دې اپوټه کوم کسان چې په اینټرنیټ پاڼو باندې د جنسي اړیکو لپاره نوي نوي کسان لټوي د هغوې ژوند او جنسي کارندوالی ډیر بدتره وي.
راپور وايي چې په دغه تحقیق کښې سائینس پوهانو د بریټیش نیشنل سروې اف سیکشول اټیچیوډ(british national survey of sexual attitude) څخه د پینځلس زرو میرمنو او خاوندانو ډیټا په ترلاسه کولو سره دغه شننه کړي ده.
په دوې کښې له اتلس کلونو څخه تر نهه پنځوس کلونو پورې ښځې او سړي شامل وو.
د تحقیقاتي ډلې مشر ډاکټر ویګرډ سکربیک وویل په دغه تحقیق کښې مذهبي ګروهنه لرونکي کسان خپلو میرمنو پورې محدود وو او د دوې جنسي صحت او جنسي کارندوالی هم له نورو کسانو څخه بهتر و او په دې سربیره په دغو مذهبي ګروهنه لرونکو کسانو کښې د جنسي اړیکو د ټینګولو شرح او سویه هم د نورو په نسبت زیاته وه.