پر امریکا د بل برید د مخنیوي ژمنه پر ځای ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120932-پر_امریکا_د_بل_برید_د_مخنیوي_ژمنه_پر_ځای_ده
زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي هېواد به یې د نړۍ هره برخه کې د ترهګرو څارلو او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي هڅو ته دوام ورکوي.‌
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2022 01:39 Asia/Kabul
  • پر امریکا د بل برید د مخنیوي ژمنه پر ځای ده

زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي هېواد به یې د نړۍ هره برخه کې د ترهګرو څارلو او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي هڅو ته دوام ورکوي.‌

هغه دا څرګندونې امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو د ۲۱مې کلیزې په تړاو پنټاګون کې یوې جوړې غونډې ته کړې دي.

ښاغلي بایډن وویل چې افغانستان کې یې شل کلن پوځي‌ حضور او جګړه پای ته رسولې خو دا ژمنه بې پایه ده چې پر امریکا  به د بل برید مخه نیسي.

دې غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین او د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي هم ګډون کړی و.

جو بایډن دوی ته په اشارې وویل "زموږ استخباراتي، دفاعي او د ترهګرۍ ضد مسلکي کسان چې دلته ودانۍ کې زما تر شا او د حکومت نورو ټولو برخو کې دي، د ترهګریزو ګواښونو څار ته دوام ورکوي چې د نړۍ نويو سیمو ته یې وده کړې او خپاره شوي دي."

هغه زیاته کړه " هر ځای چې یې ومومو، هر ځای چې وي، موږ به د دغو ترهګریزو فعالیتونو څار او مخنیوی ته دوام ورکړواو د امریکایي وګړو دفاع لپاره به هېڅکله له کومې اړینې هڅې ډډه ونه کړو."

ښاغلي بایډن خپلو خبرو کې د القاعده شبکې د مشرانو 'اسامه بن لادن او ایمن الظواهري' د وژل کېدو یادونه هم وکړه.

امریکا وایي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري‌ یې روان کال کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې وژلی.

د طالبانو حکومت که څه هم د کابل شېرپور کې د امریکایۍ بې پیلوټه الوتکې برید منلی خو تر اوسه یې کابل کې د الظواهري موجودیت او وژنه نه ده تایید کړي.

د امریکا ولسمشر وايي "موږ به یې هېڅکله هېر نه کړو. هېڅکله به تسلیم نه شو. او ظواهري نور بیا هېڅکله د امریکا خلک نشي ګواښلی."

د امریکا ولسمشر دې غونډه کې د سپتمبر ۱۱مې بریدونو د ۲۹۷۷ قربانیانو کورنۍ سره خواخوږي څرګنده او هغه سلګونه زره پوځي‌ او ملکي امریکایان وساتل چې د ده په وینا له دغو بریدونو وروسته یې د ترهګرو ضد مبارزه او د ترهګرو ډلو ځپلو هڅو کې برخه اخیستې.